1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسي جرګې دوه نوماند وزیرانو او د مرکزي بانک نوماند ته د باور رایه ورنکړه

Sequence 01.01_00_57_01.Still006
02 Dec 2020

د حکومت کابینې ته د رایې ورکونې د بهیر پر دوام، ولسي جرګې نن څلورنۍ (لیندۍ دولسمه) هم پنځو نوماند وزیرانو او د مرکزي بانک مشر ته د رایو صندوق کيښود.

 

محمد جواد عثماني د ۱۴۵تایید او ۳۸ رد رایو په ترلاسه کولو سره د عامې روغتیا وزیر په توګه، محب الله صمیم د ۲۰۹ تایید او ۱۲ رد رایو په ترلاسه کولو سره د قومونو، قبایلو او پولو د وزیر په توګه او کریمه حامد فاریابي د ۱۳۶ تایید او ۳۹ رد رایو په ترلاسه کولو سره د اقتصاد د وزیرې په توګه وټاکل شول.

خو پوهنې وزارت ته نوماندې رنګینه حمیدي د ۱۱۴ تایید او ۵۸ رد رایو، کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمان کریمي د ۱۱۸ تایید او ۵۲ رد رایو او مرکزي بانک ریاست ته نوماند اجمل احمدي د ۷۲ تایید او ۷۴ رد رایو په تر لاسه کولو سره ونه توانیدل د قانون جوړوونکو د باور رایه تر لاسه کړي.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني په دې تړاو وویل: “نن د کابینې غړو ته د رایې ورکولو بهیر په بریالیتوب سره پایته ورسید چې د کابینې ډیرۍ غړي د ملي شورا د ولسي جرګې له لورې د تایید وړ وګرځیدل… او د افغانستان اسلامي جمهوریت له جلالتمآب ولسمشر څخه غواړم چې د کابینې د پاتو غړو لپاره، په شرایطو برابر کسان ژر تر ژره وپيژني.”

تر دم‌ګړۍ د کابینې غړو ته د رایې ورکونې بهیر څرنګوالی له نیوکو سره مخ شوی دی.

د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي چې د جوړجاړي او اړیکو پر بنسټ د یوشمیر نوماند وزیرانو غوراوي ولسي، جرګه تر پوښتنو لاندې راوستې ده.

د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو اجرايي د بنسټ مشر یوسف رشید آرزو ټلویزیون ته وویل: یو شمیر وینئ چې حتې د لوستلو او لیکلو سواد نلري، خو بیا هم وینئ چې په یوه ډول رایه ترلاسه کوي. په دې برخه کې، له بده مرغه د ولسي جرګې ونډه د خلکو پر وړاندې له پوښتنو سره مخ کیږي چې دوی یا د جوړجاړي یا د کوم بل لامل پر بنسټ، نوماند وزیران ته له حساب پرته رایه ورکوي.

له دې ټولو سره به ولیدل چې حکومت به څه مهال د اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو، پوهنې، کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارتونو او مرکزي بانک ریاست ته نوي نوماندان د باور رایې د اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته وپيژني.