1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسي جرګې د دویم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړه

مجلس-رای-گیری
16 Jan 2021

ولسي جرګې د هغه څه له کبله چې د قانون جوړوونکو وړاندیځونو او په ځانګړي ډول د دولتي کارکوونکو د تنخاوو د یو ډول کیدو طرحې ته د حکومت نه پاملرنه بللې، د ملي بودیجه دویمه مسوده یې هم رد کړه.

 

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون مشر، میرافغان صافي په نننۍ (پیلنۍ، مرغومې۲۷)، ناسته کې وویل چې د ملي بودیجې دویمه مسوده د دوو تخصیو او خلافو برخو ډیریدو له کبله، د جرګې د ګډو کمیسیونونو په ناسته کې رد شوې ده.

ولسي جرګې ویلي چې په لومړۍ مسوده کې، د حکومت له لورې ۱۷ تخطۍ شاملې وې.

هغه زیاته کړه چې د مالیې وزارت دې کمیسیون ته ویلي چې په بودیجه کې د تعدیل واک نلري او جرګه دې په ټولیز دول د بودیجې مسوده رد یا هم تصویب کړي.

ښاغلي صافي همداراز حکومت تورن کړ چې په ملي بودیجه کې د جرګې د واکونو د محدوده کولو په هڅه دی او د جرګې هیڅ وړاندیځ او په ځانګړې توګه د دولتي کارکوونکو د تنخاوو یو ډول کیدو طرحه، په بودیجه کې په پام کې نده نیول شوې.

د جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون د ګزارش پر بنسټ؛ د ملي دسترخوان د برنامې درج او د دې برنامې د تمویل لپاره د یو شمیر مهمو پروژو حذف، د احتیاطي کوډونو لپاره د ۱۹ میلیارد افغانیو ځانګړي کیدل، د دولت د کارکوونکو د تنخاوو یو ډول کیدو طرحې نه ګډول، د ولسمشرۍ عملیاتي ادارې ته د ۴.۳ میلیارده افغانیو اختصاص، د هغو پروژو راتلل چې کار یې په بشپړه خلاص شوی او د ښاروالیو په وړاندیځ شوې بودیجه کې نیمګړیتاوې د دې سند مهمې ستونزې دي.

د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني په دې ناسته کې د بودیجې د سند په دویمه مسوده کې د سمون په نه راتلو نیوکه وکړه.

هغه وویل چې د افغانستان دولت د کارکوونکو په تنخاوو کې د پام وړ توپیر شتون لري او تر هغه چې په دولتي بنسټونو کې د امتیازونو د یو ډول کیدو طرحه عملي نشي، دا بودیجه به تایید نکړي.

خو جرګې په پای کې، دا سند رایې اخیستلو ته وړاندې کړ چې له اکثریتو رایو سره رد شو.

په همدې حال کې، د ماليې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي وایي چې دا وزارت هڅه کوي چې دا ځل د مالي او فني شونتیاوو په پام کې نیولو سره د ولس د استازو وړاندیځونه د بودیجې د سند په درییمه مسوده کې ورزیات کړي.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټوله ملي بودیجه، د ۲۰ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانیو ډیریدو سره، ۴۷۳ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانۍ وړاندوینه شوې چې له دې منځه، ۳۱۱ میلیارده او ۱۹۹ میلیونه افغانۍ یې عادي بودیجه او ۱۶۱ میلیارده او ۸۴۲ میلیونه یې پرمختیایي بودیجه ده.