1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسي جرګې د ”ملي دسترخوان“ برنامه رد کړه

مجلس
21 Jul 2020

ولسي جرګې په یوې فوق العاده ناسته کې، د ملي دسترخوان برنامه چې د ولسمشر له لورې یې پرانیسته وشوه، له اکثریت رایو سره رد کړه.

 

ولسي جرګې نن (درې نۍ، چنګاښ۳۱)، په یوې فوق العاده ناسته کې د حکومت د ملي دسترخوان برنامه چې له ۲۸۰ میلیون ډالره لګښت پرې راته، رد کړه.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون منشي، سیدعظیم کبرزاني په دې ناسته کې وویل چې د اساسي قانون د ۹۱مې مادې له مخې، ټولې پرمختیايي او بودجوي برنامې د ولسي جرګې واک دی او قانون جوړوونکي یې باید تصویب کړي.

د هغه په وینا، د ملي دسترخوان برنامه له هیڅ بودیجوي واحد چې د ماليې وزارت بودیجوي واحد هم په کې شامل دی، نده شریکه شوې.

ښاغلي کبرزاني د دې برنامې د ردیدو لامل، د دې برنامې نه اغیزمنتیا په ګوته او زیاته یې کړه چې دا پیسې باید پرمختیایي پروژو ته ځانګړې شي.

د جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون دې غړي همداراز وویل چې حکومت مخکې له دې د ملي دسترخوان د برنامې بودیجې ۲۴۴ میلیون ډالره اعلان کړې وه، خو نن د مالیې وزارت مالي مرستیال د جرګې په ناسته کې ګزارش ورکړی چې د دې برنامې لګښت، ۲۸۰ میلیون ډالره دی او ۳۶ میلیونه ډالره یې د لیږد را لیږد لپاره په پام کې نیول شوي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي وایي چې پارلمان باید له هغو برنامو سره چې د فقر د کمیدو لامل ګرځي، مخالفت ونکړي.

ښاغلي صدیقي په یوې خبري ناسته کې وویل چې د حکومت دا ګام د کرونا ویروس له کبله د فقر پر وړاندې د مبارزې لپاره اوچت شوی او ډیرۍ هیوادونو د خلکو د ملاتړ لپاره داشان ورته برنامې لرلي.

تیره ورځ یو شمیر قانون جوړوونکو د دې برنامې په جوړیدو نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ملي دسترخوان برنامه د ولسي جرګې د سلاوو او تصویب پرته پیل شوې.

ولسمشر غني د پیلنۍ به ورځ د ملي دسترخوان برنامه په دوو پړاوونو کې او له ۲۴۴ میلیون ډالرو لګښت سره پرانیسته. حکومت وایي دا برنامه د نړیوال بانک له لورې مالي ملاتړیږي او موخه یې اړمنو کسانو ته مرسته ده.