ولسي جرګې د نننۍ عمومي ناسته کې (څلورنۍ،د مرغومې۱۰) د کابل ښاروال محمد داوود سلطان زوی لویې څارنوالۍ ته معرفي او د ښاغلي سلطان زوی لاسلیک یې بې باوره وبلل.
ولسي جرګې د کابل ښاروال د غیرقانوني جوړونو د نه مخنیوي او په پلازمینه کې د نورو ستونزو د رامنځته کیدو له امله لویې څارنوالۍ ته وروپيژند.
د دې جرګې غړو د اکثریت رایو سره تایید کړه چې وروسته له دې د ښاغلي سلطان زوی لاسلیک د باور وړ ندی.
ولسي جرګې په داسې حال کې دا پریکړه ونیوله چې د کابل ښاروال د ولسي جرکې غړو پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره ولسي جرګې ته حاضر نشو.