| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه
21 Nov 2020
نوماند وزیرانو د بریا لپاره د ولسي جرګې ۱۲۴ باور رایو ته اړتیا لرله چې د رایې ورکولو وروسته ټولو لسو نوماند وزیرانو د باور رایه ترلاسه کړه.
ولسي جرګې نن پیلنۍ د حکومت د کابینې لسو نوماند وزیرانو ته چې تیره اوونۍ یې خپلې برنامې قانون جوړونکو ته وړاندې کړې د رایو صندوقونه کيښودل.
محمد حنیف اتمر د ۱۹۷ تایید او ۲۴ رد رایو سره د بهرنیو چارو وزیر، عبدالهادي ارغندیوال د ۲۰۵ تایید او ۳۲ رد رایو سره د مالیې وزیر، اسدالله خالد د ۲۰۶ تایید او ۱۷ رد رایو سره د ملي دفاع وزیر، مسعود اندرابي هم د ۲۱۴ تایید او ۲۵ رد رایو سره د کورنیو چارو وزیر، فضل احمد معنوي د ۲۲۰ تایید او ۹ رد رایو سره د عدليې وزیر، معصومه خاوري د ۱۵۴ تایید او ۶۷ رد رایو سره د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیرې، عباس بصیر د ۱۹۷ تایید او ۲۲ رد رایو په تر لاسه کولو سره د لوړو زکړو وزیر، بشیراحمد تهینج د کار او ټولنیزو چارو وزیر، محمدقاسم حلیمي د ۱۴۸ تایید او ۴۱ رد رایو سره د حج او اوقافو وزیر او نثاراحمد غوریاني هم د ۲۱۳ تایید ا ۲۳ رد رایو په ترلاسه کولو سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر په توګه د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه.

د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني د رایو شمیرنې وروسته وویل: د ولس کور د امنیتي بنسټونو او نورو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه چې د حکومت کابینه بشپړه او بنسټونه پیاوړي شي. ښاغلو وزیرانو ته چې نن یې د ولسي جرګې د غړو د باور رایه ترلاسه کړه، په اړوند چارو کې د بریالیتوب هیله لرم.
خو یوشمیر هیواد وال وایي چې قانون جوړوونکو باید هغو څيرو ته چې په تیرو کې یې ښي لاسته راوړنې نه درلودې او وړتیا نه لري، د باور رایه نه وای ورکړې.
د مزارشریف استوګن، نقیب الله وایي: دوی هیڅ فعالیت نلري، په تیره بیا د کلیدي وزارتونو لکه کورنیو او دفاع وزیران، څرنګه چې روښانه ده، په هیواد کې امنیت ورځ تر بلې په خرابیدو دی او دوی (د ولسي جرګې غړي) بیا ځي او ورته رایه ورکوي، دا د وکیلانو دنده ده چې هغه چا ته رایه ورکړي چې دولت او ټولنې ته یې چوپړ کړی وي.
له دې ټولو سره تمه ده پاتې نوماند وزیران هم په راتلونکې اوونۍ کې خپلې کاري برنامې قانون جوړوونکو ته د باور رایو تر لاسه کولو لپاره وړاندې کړي.
