1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسي پاڅون کوونکي د بادغیس ولایت په لویو لارو کې له مسافرینو پيسې اخلي

بادغیس-اخاذی-پولیس
29 Dec 2020

د بادغیس ولایت یو شمیر مدني فعالان او د ولایتي شورا  غړي وایي چې د ولسي پاڅون وسله وال د دې ولایت په لویو لارو کې له مسافرینو پيسې او باج اخلي.

 

یو شمیر مدني فعالان وایي چې د بادغیس-هرات په لار کې د وسله والو له لورې پیسو اخیستو، مسافرین او موټر چلوونکي پوزې ته رسولي دي.

په بادغیس ولایت کې مدني فعال، جنیدالله اشکاني وایي چې دا کسان ډیرۍ په لویو لارو کې حضور لري او له موټر چلوونکو او مسافرینو پيسې اخلي او په ځينو برخو کې حتا هغوی وهي او ټکوي یې.

هغه همداراز سیمه ییزه اداره د دې ولایت په لویو لارو کې د پيسو اخیستلو په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنه کړه.

د بادغیس بل مدني فعال، ارباب شیخ الاسلامي هم وویل چې د دې ولایت په لویو لارو کې پيسې اخیستل له دوو کلونو راپدیخوا روان دي او په دې وروستیو کې ډیروالی په کې راغلی دی.

د بادغیس ولایتي شورا هم د دې ولایت مرکز ته په تلونکو لارو کې د پیسو اخیستلو سکالو پخلی کوي.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر، عبدالعزیز بیک وویل: د قلعه نور ښار ته په بیلابیلو تلونکو لارو کې د ولسي پاڅون کوونکو له لورې د پیسو اخیستو سکالو له څو میاشتو راپدیخوا رامنځته شوې او اوس ډیره شوې چې د اندیښنې وړ ده.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې په لامان-هرات او قلعه نو-بالامرغاب ولسوالۍ په لارو کې د ولسي پاڅون کوونکو له لورې له پيسو اخیستلو شکایتونه ډیر شوي دي.

په همدې حال کې، د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي چې په دې برخه کې د خلکو شکایت وررسیدلی او سیمه ییزه اداره هڅه لري چې ډير ژر د دې ناقانونه پيسو اخیستلو مخه ونیسي.

د بادغیس والي زیاته کړه چې له ولسي پاڅون کوونکو د خلکو شکایت پر بنسټ، دا قضیه تر څیړنې لاندې ده او هر هغه چا چې دا کار کړی وي، ورسره قانوني چلند کیږي.

د ګزارشونو پر بنسټ؛ له دوو کلونو راپدیخوا او د ناکراریدو ډیریدو سره، په دې ولایت کې یو شمیر ډلې او وګړي له مسافرینو پيسې اخلي؛ خو له نږدې دوو میاشتو راپدیخوا د وسله والو له لورې د پيسو اخیستلو اړوند د قلعه نو-هرات د لارې د مسافرینو شکایتونه ډیر شوي دي.