1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ټاکنو کمېسیون نږدی لس زره ټاکنیز شکایتونه رد کړل

شکایات
14 Jan 2020

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون د استینافي شکایتونو د پړاوو له پیله خبر ورکړ.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون،نن (درې نۍ د مرغومي ۲۴مه/جنوري ۱۴مه) په یوې خبري ناسته کې ټاګنیزو شکایتونو ته د لومړنۍ رسیدنې د بهیر له پایه خبر ورکړ.

په دې ناسته کې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون مشرې زهر بیان شینوارې وویل چې د ټاکنو د قانون پر بنسټ،په ولایتي دفترونو کې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې بهیر پرون(دوه نۍ) پایته ورسید.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون د پایلو پر بنسټ ټولټال  (۱۶۵۴۵) ثبت شویو شکایتونو له منځه (۹۸۶۶) شکایتونه د سندونو نشتون له کبله رد او (۱۸) شکایتونه هم سمون راوستنې د اقدام لامل شوي دي.

 په همدې توګه د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې (۵۳۱۶) محلونو رایې بیا شمیرنې ته تللي دي،(۱۰۹) محلونو رایې باطله  (۷۵) کسان نقدي جریمه (۷۱) ټاکنیز کارکوونکي هم له دندو ګوښه شوي دي.

دې کمېسیون درې شکایتونه هم عدلي او قضایې بنسټونو ته استولي دي او همدا شان (۱۱۱) شکایتونه یې هم چې د درې سوه لانجمنو رایو په اړه دي،ځانګړي کړي دي او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې په کمېسیون کې ورته رسیدنه کیږي.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون مشرې وویل:که چیری نوماندان د دې کمېسیون د پریکړو اړوند اعتراض ولري،په درېو راتلونکو ورځو کې کولای شي خپل استینافي شکایتونه د دې کمېسیون په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

له بلې خوا، ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون ویاند محمدقاسم الیاسي د هغو کسانو د نومو نه افشا کیدو اړوند چې د ولایتي دفترونو له لوري څارنوالۍ ته پیژندل شوي دي وویل: “د دې کسانو د نومونو افشا کول له مهاله وړاندې ده،ځکه دې کسانو خپل استینافي شکایتونه ثبت کړي دي او لاهم د هغوي استینافي دوره پاتې ده.”

ښاغلي الیاسي د هغو ۲۱ ولایتونو نومونه هم په ډاګه کړل چې تمه ده په کې د رایو بیا شمیرنه ترسره شي:۱۶۹۹ محلونه په کابل،۱۱۷محلونه په کاپیسا،۹۲محلونه هم په پروان،۲۵محلونه په میدان وردک،۱۸ محلونه په لوګر،۱۵۸۲محلونه په ننګرهار،۴۳محلونه په لغمان،۶ محلونه په بغلان،۶۵ محلونه په غزني،۳۸۳ محلونه په پکتیکا،۱۸۶محلونه په پکتیا،۵۳محلونه په خوست،۲۴۳محلونه په کنړ،۷۳ محلونه په تخار،۴۶محلونه په کندز،۶۱محلونه په زابل،۵۱محلونه په غور،۱۲۱ محلونه په کندهار،۲۶۵محلونه په هلمند،۶۰ محلونه په هرات او ۱۷۷ محلونو رایې هم په نیمروز کې بیا شمیرنې ته تللي دي.

له دې ټولو سره،ټاکنیزو شکایتونو ته د لومړنۍ رسیدې له پای وروسته،ټاکنیزو شکایتونو ته درسیدنې کمېسیون د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د بیا څیړنې لپاره نږدی اته سوه استینافي شکایتونه ثبت کړي دي.

د استینافي شکایتونو د ثبت د مودې له پای وروسته،شکایتونو ته د رسیدنې دویم او وروستي پړاوو پیلیږي چې ۱۵ ورځې به مهال ونیسي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي