اروپایې ټولنې په افغانستان کې له قانوني لارو ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې غوښتنه کړې ده.
دې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو له لومړنیو پایلو هرکلی کړی دی خو ټینګار کوي چې شکایتونو ته باید په خپلواکه او مسلکي توګه رسیدنه وشي.
خبرپاڼه کې راغلي دي:مونږ شکایتونو ته رسیدنې لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون حیاتي دندې څخه ملاتړ کوو او باید هر یوه شکایت ته د قانون په رڼا کې رسیدنه وشي.
دا ټولنه په داسي حال کې ټاکنیزو شکایتونو ته پر قانوني رسیدنې ټینګار کوي چې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون د دوه نۍ په ورځ(مرغومي دویمه/ډسمبر ۲۳مه) په رسمي توګه د شکایتونو د ثبتولو لړۍ پیل کړه.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا مخکیني سفیر ویلي دي چې د دې هیواد ټاکنې بهرنیو لاس وهنو ته اړتیا نه لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د یوې نۍ په په ورځ(لرموغمي/جدی په لومړۍ ورځ)په داسي حال کې اعلان شوې چې لاهم په دې بهیر کې کړکیچ پر خپل ځای ده او ټاکنیزو کمېسیونونو په دې بهیر کې ښکیلو ډلو قناعت نه دی تر لاسه کړی.