د سولې او اسلامي عدلت ټاکنیزې ډلې مشر وایې که چیري د دوی ټاکنیزو غوښتنو ته رسیدنه ونه شي.پراخ لاریونه به پیل کړي.
ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې نن (دوه نۍ د مرغومي دویمه/ډسمبر ۲۳مه)په یوې خبري ناسته کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې له درغلیو ډکې وبللې.
هغه وویل ټاکنې د یوې ځانګړې ډلې په ګټه مهندسي شوې دي.
ښاغلی حکمتیار وویل،دوی له ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه درلوده چې په هغو محلونو کې چې بایومټریک دستګاوې یې ورکې شوې دي بیا ځل ټاکنې ترسره کړې او همدا شان د ټول صندون رایې له سره وشمیري،خو کمېسیون د دوی غوښتنې ومنه منلې.
حکمتیار همدا شان ټاکنیزو قضیوو ته د نه رسیدنې له ناوړه پایلو د حکمتیار هیښتیا ورکړه.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر وویل:که چیري زمونږ غوښتنو ته رسیدنه ونه شي.افغانستان به د عراق،لبنان او اردن برخلیک چې د خلکو لاریونونه یې د حکومتونو د سقوط لامل شول تجربه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تیره ورځ د ټاکنو لومړنې پایلې اعلان کړې چې په کې د محمداشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی ټاکنیزه ډله د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره مخکښه ده.
وړاندې له دې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې هم د ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې بللي او ویلي دي چې دا پایله نه مني.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي