1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ټرامپ: افغانان دې د سولې له فرصته د نوي راتلونکي لپاره ګټه واخلي

Mandatory Credit: Photo by Evan Vucci/AP/Shutterstock (10505009as)
President Donald Trump speaks during a meeting with Paraguay's President Mario Abdo Benitez in the Oval Office of the White House, in Washington
Trump, Washington, USA - 13 Dec 2019
29 Feb 2020

سپینې ماڼۍ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک په درشل کې، په یوې بیانیه کې د افغانستان له خلکو غوښتي چې له اوسني فرصته د خپل هیواد د راتلونکي لپاره ګټه واخلي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې، دا د افغانستان خلکو پورې تړلې ده چې خپل راتلونکی جوړ کړي. په دې وسیله، مونږ د افغانستان له خلکو غواړو چې د دې فرصت څخه د سولې او د خپل هیواد د یوه نوي راتلونکي لپاره ګټه پورته کړي.

ښاغلي ټرامپ د دې اعلانپاڼې په یوه بله برخه کې ټينګار کړی که افغانستان او طالبان  خپلې ژمنې عملي کړي، نو د جکړو د پای او له دې هیواد څخه د امریکا د وتلو لپاره به زمینه برابره شي.

اعلانپاڼه زیاتوي: که طالبان او د افغانستان حکومت په خپلو ژمنو عمل وکړي، مونږ د دې جګړې د پایته رسولو او کور ته د خپلو ځواکونو د ستنولو په برخه کې به پياوړې لاره پرمخ ولرو. دا ژمنې په نوي افغانستان کې، د داعش، القاعده او نورو ترهګریزو ډلو پرته چې مونږ ته د زیان رسولو په هڅه دي، د تلپاتې سولې د ټینګیدو لپاره مهم ګام دی.

د دې اعلانپانې په یوه بله برخه کې د افغانستان په جګړو کې د امریکا د پوځ له قربانیو مننه شوې او زیاته کړې چې  دا هوکړه لیک د هغو د هڅو پایله ده چې امریکا په افغانستان کې په کلکه جنګیدلی دی.

ژباړه: نجلامایار