د امریکا ولسمشر وایي چې په افغانستان کې د تر ټولو اوږدې جګړې د پایته رسولو او له دې هیواده د خپلو سرتیرو د بهر کولو په لټه دی.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ، د امریکا کانګرس ته د خپلې کلنۍ وینا پرمهال وویل چې هڅه لري له افغانستان څخه امریکایي سرتیري بهر او په دې هیواد کې تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسیږي.
ښاغلي ټرامپ زیاته کړه: زمونږ دنده نده چې د قانون د یوه پلي کوونکي بنسټ په توګه نورو هیوادونو ته خدمت وکړو. مونږ هڅه کوو چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسوو او خپل سرتیري بیرته هیواد ته را ستانه کړو.
هغه همداشان وویل: په افغانستان کې زمونږ د سرتیرو هوډ او زړه ورتیا د دې لامل شوه چې پراخ پرمختګونه ولرو او اوس د سولې خبرې روانې دي. زه د افغانستان د سلګونو زرو وګړو چې ډیرۍ یې بې ګناه خلک دي، د وژلو په هڅه نه یم.
د بهرنیو سرتیرو بهر کیدل، له طالبانو سره د امریکا د خبرو مهمه او لانجمنه برخه ده. هغه سکالو چې د طالبانو د رژیم لوی څارنوال، جلال الدین شینواری یې په اړه وایي، چې دا د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستۍ شوې ده.
ښاغلي شینواري همداشان آرزو ته وویل چې د امریکا د ولسمشر له کلنیو خبرو داسې بریښي چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې د خبرو د دوام او له دې د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو په برخه کې ژمن دی.
له دې سره، د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وایي، چې د امریکا د ولسمشر څرګندونې، موسمي او یوازې په دې هیواد کې د ټاکنو لپاره د شعار په توګه دي.
اوس مهال د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو بهیر ټکنی دی. لامل یې هم د تاوتریخوالي د کمښت د طرحې پر سر د نظر اختلاف بلل کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د همدې اوونۍ په دوه نۍ ورځ وویل چې طالبان باید د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خپل هوډ وښايي.