1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ټرامپ: طالبان په افغانستان کې د امریکا له حضور څخه ډالر ترلاسه کوي

trump-fun
19 May 2020

 

د امریکا ولسمشر ویلي چې طالبان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند جلا جلا لیدلوري لري او د امریکايي ځواک په حضور، دې ډلې شتمنۍ او ډالر ترلاسه کړي.

 

د دوه نۍ په ورځ یوې امریکایي خپرندویې، د افغانستان پر وړاندې د ډونالډ ټرامپ په پریکړو نیوکه وکړه او هغه یې بې فکره وبللې. خو د امریکا ولسمشر د دې په غبرګون کې، طالبان تورن کړل چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو اړوند، د نظر اختلاف لري.

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا ډله په افغانستان کې د امریکا له حضور څخه پيسې ترلاسه کوي.

ټرامپ ویلي: طالبان زمونږ د بهر کیدو اړوند جلا لیدلوري لري. هغوی زمونږ له حضور څخه شتمني او ډالر ترلاسه کوي. د جګړې د پیل پرته، مونږ په رښتیا هم هیڅ کله د بریا لپاره جګړه نده کړې. زمونږ ماموریت ډیرۍ د یوه پولیس سرتیري په څير دی نه دا چې یو پوځي ځواک و اوسو. اوس په بیارغاونې بوخت یوو. نه، زه پرته له فکره عمل نه کوم.

طالبانو په رسمي بڼه، تراوسه د ښاغلي ټرامپ د لیکنې اړوند غبرګون ندی ښودلی.

د افغانستان د سولې انسټیټوټ مشر، خلیل صافی، د دې ډلې ترمنځ هر ډول اختلاف رد کړی او د امریکا د ولسمشر خبرې یې ناسمې بللي.

په هغه مقاله چې د امریکا ولسمشر یې په اړه غبرګون ښودلی دی، راغلي چې ټرامپ له افغانستان څخه د پوځیان ود بهر کولو په لړ کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې بریا په هڅه دی او دا کار د طالبانو ډلې یوه لویه هیله ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، قطر او افغانستان ته خپل نوي سفرونه پیل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړه لیک د پلې کولو او د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت او په کابل کې به د افغانانو ترمنځ د خبرو په ژر تر ژره پیلیدو خبرې وکړي.

سیاسي شنونکی، وحیدالله غازي خیل آرزو نیوز ته ویلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د ښاغلي خلیلزاد نوې خبرې، هیله زیږوونکې دي.

هغه زیاته کړه: ”ښاغلی خلیلزاد به په قطر کې د خبرو د پیل لپاره د نوې نیټې په ټاکل کیدو خبرې وکړي او وروسته به کابل ته راشي او له سیاستوالو سره به د بندیانو د خوشې کیدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل اړوند وغږیږي.“

له دې ټولو سره، د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ نیټه، د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لیک لاسلیک شو؛ خو له لاسلیکیدو یې د درییو میاشتو تیریدو سره، لا یې هم مهمو برخو عملي بڼه نده خپله کړې.