1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ټرامپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو فرمان صادر کړ

636967910420928100_lg
18 Nov 2020

ډونالډ ټرامپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د کمولو فرمان صادر کړ.

 

د امریکا د دفاع وزارت واکپال، کریستوفر میلر وایي چې د راتلونکي کال تر جنورۍ میاشتې په افغانستان کې به د دې هیواد د پوځیانو شمیر له ۵۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټیټ شي.

د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ هیښتیا ورکوي چې له افغانستان څخه په بیړې وتل به لویه بیه له ځانه سره ولري.

د ناټو لوی منشي وایي چې مونږ له یوې ستونزمنې پریکړې سره مخ یو. تقریباْ ۲۰ کاله کیږي چې په افغانستان کې حضور لرو او د ناټو هیڅ یومتحد په افغانستان کې د اړتیا له مهاله ډیر د پاتې کیدو غوښتونکی ندی خو ژر مهاله بهر تلل به لویه بیه له ځانه سره ولري.

ښاغلی سټولټنبرګ ټینګار کوي چې د امریکایي ځواکونو ژرمهاله وتلو په صورت کې، افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځالې بدل شي.