دامریکا د بهرنیو چارو وزیر وایې چې دونالدټرامپ د امریکا له ۲۰۲۰ ولسمشیریزو ټاکنو مخکې دامریکایې ځواکونو د بهر کولو سپارښتنه کړې ده.
دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې د” واشنګټن په اقتصادي کلپ” کې یې وینا کوله وویل: چې دونالدټرامپ غواړي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۰ ولسمشریزو ټاکنو مخکې پیل کړي.
ښاغلي پامپیو د امریکایې ځواکونو د وتلو اړوند د ټرامپ سپارښتنه بی پایه جګړو ته پای ورکونه بولي.
ښاغلي ټرامپ په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا مخکې ویلي وو چې د بریا په صورت کې امریکایې ځواکونه له افغانستان څخه بهر کوي،او د امریکا اوږدې جګړې ته پای ورکوي.
ښاغلي ټرامپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریا سره د هغه څه چې مخکې له ټاکنو یې ژمنه کړې وه د هغې پر خلاف یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر زیات کړ چې اوس مهال په افغانستان کې د دې هیواد ۱۴۰۰۰ زره سرتیري میشت دي.
له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو بهر کول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د دې هیواد د ولسمشر سپارښتنه ده.
ښاغلی پامپیو زیاته کړه:مونږ د کالنې لس میلیارډه ډالرو د لګښت د راکمیدو په لټه یو،مونږ د تاوتریخوالی کمښت لپاره،د سولې خبرو اترو ریښتني کیدو لپاره ګامونه پورته کوو،ترڅو ډاډه شو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر وړاندی او د ګواښونو کمښت لپاره زمونږ هڅې ګټورې دي.
د امریکایې ځواکونو د بهر کولو اړوند د دونالډټرامپ فرمان په داسی حال کې صادریږي چې د دوه نۍ په ورځ(جولای به ۲۹مه) د کندهار په شاه ولی کوټ ولسوالۍ کې دوه امریکایې سرتیري د افغانستان د پوځ د یوه سرتیري له لوري و وژل شو.
غوڅ ملاتړ ځواکونو هم د دو امرکایې سرتیرو وژل کیدل تایید کړي دي خو د دې پیښې په اړه یې جزیات نه دي ورکړي
له بلې خوا یو شمیر سرچینې وایې چې تمه ده تر دو راتلونکو ورځو د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاوو خبرې اترې پیل شي.
اوس مهال زلمی خلیل زاد په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او سیاسی څیرو سره دیوه ټولیز پلاوی جوړښت په موخه په لیدنو بوخت دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي