1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ټرامپ: واک ته د طالبانو د رسیدو اټکل شتون لري

52114994_303
07 Mar 2020

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، په دې هیواد کې د طالبانو د بیا واکمنیدو اټکل شتون لري.

ولسمشر ټرامپ، د جمعې په ورځ (د کب ۱۶/ مارچ ۶)، په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې که چیرې طالبان واک ترلاسه کړي؟ وویل، چې داسې څه باید پیښ نشي، خو د داشان کار اټکل شتون لري.

تیره اوونۍ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو، چې پر بنسټ یې تمه ده تر ۱۴ راتلونکو میاشتو بهرني پوځیان له افغانستان څخه بهر شي.

ټرامپ زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې ۲۰ کاله حضور درلود او نشي کولای چې تر نورو راتلونکو شل کلونو لپاره هلته و اوسي. افغانان باید په خپله له خپل ځانه ساتنه وکړي.

له دې سره، ولسمشر غني او زلمي خلیل زاد د سولې د بهیر د وروستیو ګامونو او چمتووالي په اړه خبرې وکړې او دواړه لوریو له طالبانو ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د خبرو د پيل د څرنګوالي اړوند هم غږیړلي دي.

له دې ټولو سره، که څه هم له طالبانو سره د امریکا د هوکړې د پیلیدو یو شرط د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو ترسره کیدل دي، خو اندیښنې شتون لري چې امریکا د طالبانو د پیاوړتیا لامل شوې او په هیواد کې واک ته د دې ډلې د رسیدو اټکل شتون لري.