1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ټرمپ: په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمیر ۴زرو ته ټیټیږي

trump
04 Aug 2020

د امریکا ولسمشر وایي اوس مهال په دې برخه کې په سلاوو بوخت دی او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو ټول شمیر به تر څو میاشتو، څلور زرو ته راټیټ شي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د آمریکا اکسیوز خبري ویبپاڼې سره په مرکه کې، ویلي چې اداره یې یو ډیر شمیر امریکايي پوځیان له افغانستان څخه بهر کړي دي.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې واشنګټن د خپلو ځواکونو د شمیر د کمولو برنامې ته دوام ورکوي او دا شمیر به تر راتلونکو څلورو میاشتو، څلور زرو ته راټیټ شي.

هغه زیاته کړه: مونږ په لنډ مهال کې د خپلو ځواکونو شمیر ۸۰۰۰ ته راټیټوو، وروسته به دا شمیر ۴۰۰۰ ته راټیټ کړو. اوس په دې برخه کې په خبرو بوخت یوو. ۱۹ کاله کیږي چې په دې هیواد کې یوو، له دې هیواد څخه بهر کیږو. ډیر شمیر ځواکونه بهر کوو. شونې ده چې له څلورو تر پنځو زرو ځواکونه حضور ولري.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي ستیفانو پونتیکورو، بلخ ولایت ته په سفر کې، د افغانستان له امنیتي سرتیرو د دې سازمان په دوام لرونکي ملاتړ د ټینګار ترڅنګ، د خبرو له لارې د افغانستان د اوسني کړکیچ په هواري ټینګار وکړ.

هغه همداراز وویل: ناټو د اختر له اوربنده هرکلی کړی. هیله من یم چې دا اوربند د سولې په لار خوځښت اوسي. مونږ بېساری فرصت لرو چې سولې، تلپاتې ټیکاو او د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاسرسی ومومو. د افغانستان خلک د سولې غوښتونکي دي او هغه کسان به چې د سولې پر وړاندې دریږي، ونه بخشي او هیر نکړي.

ښاغلي پونتیکورو پر دوام وویل: د افغانانو ترمنځ خبرې باید ژر تر ژره پیل شي. ناټو د افغانستان پر وړاندې ژمن دی او د افغانستان له امنیتي سرتیرو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.

د ګزارشونو پر بنسټ، اوس مهال ۸۶۰۰ امریکایي پوځيان په افغانستان کې حضور لري او د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، باید تر څوارلسو میاشتو، ټول بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووځي.