| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
پامپیو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره لیدنه وکړه
22 Nov 2020
د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دپیلنۍ په ورځ ( لیندۍ/قوس لومړۍ/۱) په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو له پلاویو سره لیدنه وکړه.
د دولت مرکچي پلاوي د آمریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي دي چې د پنځه زره(۵۰۰۰) طالب بندیانو له خوشې کیدو وروسته د تاوتریخوالو ډیرښت د منلو نه دی او د دوحې له هوکړه لیک سره په ټکر دی. دې پلاوي ټینګار کړی دی چې هیوادوال په هیواد کې د اوربند د ټینګښت غوښتونکي دي.

په همدې حال کې د طالبانو استازو هم له مایک پامپیو سره په لیدنه کې د تور نوملړ پایته رسیدو سکالو، د پاتې بندیانو خوشې کیدو او افغانانو ترمنځ خبرو اترو اړوند بحث کړی دی.
