1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پامپیو په قطر کې له مرکچي پلاویو سره لیدنه کوي

n00187818-b (1)
21 Nov 2020

تمه ده د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په قطر کې له مرکچي پلاویو سره لیدنه وکړي.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی دی چې تمه ده د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر نن( لیندۍ/قوس لومړۍ)  د طالبانو له استازو او د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوي سره په جلا جلا توګه د سولې د خبرو اترو د پرمختګونو په اړه بحث وکړي.

دې خبري آژانس همدا راز لیکلي دي چې تمه ده ښاغلی پمپیو د قطر له امیر ا و بهرنیو چارو له وزیر سره هم خبرې اترې وکړي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې پنټاګون تر جنوري میاشتې په افغانستان کې د آمریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ تنو ته راټیټوي.