1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پاکستان ته د طالبانو او امریکا د پلاوي سفر

received_446460862666334-750x430
02 Oct 2019

یوشمیر سرچینو راپور ورکړی دی چې زلمی خلیل زاد د یوه پنځه کسیز پلاوي سره د درې نۍ په ورځ اسلام آباد ته تللی دی.

تمه ده ښاغلی خلیل زاد له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان دسولې خبرو اترو په اړه بحث وکړ.

له دې سره هم مهاله د طالبانو په استازیتوب د ملابرادر په مشرۍ یو پلاوی هم اسلام آباد ته تللی دی.

په قطر کې د طالبانو ویاندسهیل شاهین په ټویټر لیکلي:د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشري یو لوړ پوړی پلاوی سبا د اکتوبر په ۲مه په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.هلته به دیاد هیواد له چارواکو سره په یولړ مهمو موضوعاتو خبري وکړي.

پاکستان ته د طالبانو د دې پلاوی سفر په داسي حال کې ترسره کیږي چې د دې ډلې پلاوی وړاندې له دې روسیې،چین او ایران هم د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو اترو بیا پیل په موخه سفر کړی وو.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي