1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر اړوند د حکومت په چوپتیا نیوکې

هیأت-طالبان-در-پاکستان
26 Aug 2020

کارپوهان د حکومت چوپتیا د ډیپلوماسۍ کمزورتیا بولي او ټينګار لري چې حکومت دې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار سره، په دې تړاو وضاحت وغواړي.

 

د پاکستان حکومت تیره اوونۍ د طالبانو ډلې په یو شمیر مشرانو د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو د عملي کیدو اړوند د خپلې پریکړې خبر ورکړ؛ خو له دې پریکړې څو ورځې وروسته، په رسمي بڼه یې د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال ملابرادر ته بلنه ورکړه.

پرون ناوقته د (درې نۍ، وږي څلورمه)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د طالبانو له پلاوي سره د دوه ګړۍ ناستې خبر ورکړ.

هغه وویل چې طالبان دې پایلې ته رسیدلي چې د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نلري او په دې هیواد کې د ټیکاو د ټینګیدو یواځینۍ لار، سیاسي حل لاره ده.

هغه زیاته کړه: د ستونزو سره سره چې مخربین هم شته دي؛ خو بیا هم زه هیله من یم چې په نږدې راتلونکي کې یوه لاره رامنځته شي. ما ولیدل چې د دې لارې د هواریدو لپاره، هغوی په ذهني او قلبي بنه چمتو تر سترګو کیږي. هغوی د دوحې په هوکړه لیک پابنده دي او باور لري چې باید عملي شي. په دې باور دي چې د ستونزو لپاره باید د خبرو له لارې حل لاره موندل کیدای شي.

تراوس مهال، اسلام آباد ته د طالبانو د پلاوي له سفر څخه څلور ورځې تیریږي، د افغانستان حکومت بیا هیڅ غبرګون ندی ښودلی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه، فرهاد ابرار په دې اړه وویل چې د دې سفر اړوند د حکومت چوپتیا، پوښتنه زیږوونکې ده.

هغه وویل: د افغانستان حکومت باید په دې برخه کې فعاله ډیپلوماسي غوره کړی وی او په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضارولو سره، په دې اړه ډیر وضاحت غوښتی وای چې ولې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یواځې پر طالبانو ډلې د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو د عملي کیدو اړوند د پاکستان د پریکړې هرکلی کړی او پر دې یې د دې هیواد د ولاړ پاتې کیدو غوښتنه کړې.

اوس مهال د سولې بهیر او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، د بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړیدو ته تم دی. هغه څه چې خپل کورني او بهرني مخالفین لري.

مخکې له دې فرانسې او آسترالیا د یو شمیر طالبان بندیانو د نه خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، میروس ناب ویلي چې د دې هیوادونو غوښتنو ته پاملرنه به د سولې له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادون ود باور د پیاوړتیا لامل وګرځي.