د پاکستان ملکي هوایې چلند ادارې د درې نۍ په ورځ د (جولای په ۱۶مه)اعلان وکړ چې د دې هیواد هوایې حریم د ملکي الوتنو پر مخ پرانستل شوی دی.
پاکستان پنځه میاشتې مخکې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال فبروري په ۲۶ نیټه خپل هوایې حریم هغه مهال وتړه چې هندي چورلکو د پاکستان تر ادارې لاندی کشمیر بالاکوټ کې د جیش محمد ترهګریزې ډلې یو روزنیز مرکز په نښه کړ.
دا برید د هند تر ادارې لاندی کشمیر کې د ۴۰ هندی سرتیرو د وژل کیدو په غبرګون کې تر سره شو.
په دې مهال کې د افغانستان د الوتنو پر مخ د پاکستان فضایې حریم تړل کیدو،ددې هیواد ښاریانو او سوداګرو ته جدي ستونزې جوړې کړې وې.له بلې خوا د هند د هوایی چلند وزیر په دې وروستیو کې د دې هیواد پارلمان ته وویل چې د پاکستان هوایې حریم تړل کیدو،د دې هیواد هوایې شرکتونو ته ۸۰ میلیونه ډالره مالی تاوان رسولی دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي