1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پاکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د خبرو د پیل غوښتونکی شو

US President Donald Trump (R) speaks with Pakistani Prime Minister Imran Khan ahead of their meeting at the World Economic Forum in Davos, on January 21, 2020. (Photo by JIM WATSON / AFP) (Photo by JIM WATSON/AFP via Getty Images)
22 Jan 2020

د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي چې واشنګټن او اسلام آباد په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې ګډ دریځ لري.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره په لیدنه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د خبرو پر پیل ټينګار کړی دی.

دواړو خواوو په سویس کې د نړۍ د اقتصادي ناستې په څنډه کې سره ولیدل، چې په دې لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې هیواد یې د افغانستان د وضعیت اړوند، له امریکا سره ګډ دریځ لري.

هغه زیاته کړه: “کلیدي مسایل شتون لري چې غواړو پرې بحث وکړو. له دې ډلې د افغانستان سکالو چې د امریکا او پاکستان د اندیښنې لامل ګرځیدلې ده. له نیکه مرغه دواړه هیوادونه ګډ دریځ لري او په دې هیواد کې د سولې د ټینګیدو او همداشان د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ د خبرو له لارې د واک د سوله ییز لیږد لپاره لیواله یوو.”

له یوه کال ډیره موده کیږي چې قطر، د افغانستان د سولې اړوند د امریکا او طالبانو د استازو کوربه دی، خو لا هم د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه نه ده لاسلیک شوې او ډیرۍ مهال دا خبرې له ماتې سره مخامخ شوې دي.

له بلې خوا د افغانستان د پالیسۍ ډلې د “سولې بهیر کې د خلکو غږ” په نوم نوې څیړنه کړې، چې ښيي ۶۰ سلنه پوښتل شویو د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته خوښي ښودلې ده.

په دې څیړنه کې، د بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات او بامیان ولایتونو د ۶۰۰ وګړو لیدلوري راټول شوي دي.

د افغانستان د پالیسۍ ډلې همغږی کوونکی، فهیم دشتي، د دې ګزارش په اړه وایي: ۶۰ سلنه پوښتل شوي خوشبینه دي. د پاتې ۴۰ سلنه پوښتل شویو څخه، ۳۰ سلنه یې د پایلو اړوند اندیښمن دي او یواځې لس سلنه بیا بدبینه دي.

د سولې د خبرو اترو له بهیره د هیوادوالو لرې ساتل بله هغه سکالو ده چې په دې څیړنه کې پوښتل شویو پرې نیوکه کړې ده.

آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک