پاکستان نن ( د سلواغې ۲۸/فبرورۍ ۱۷) د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت اړوند د دوه ورځینۍ نړیوالې ناستې کوربه دی.
د ملګرو ملتونو سازمان لوی منشي، آنتونیو ګوترش، چې په دې ناسته کې د ګډون په موخه اسلام آباد ته تللی دی، د کډوالو د کوربه هیوادونو د ملاتړ غوښتنه یې کړې.
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر او د بهرنیو چارو وزارت واکپال، د پیلنۍ په ورځ (سلوغې ۲۷/فبرورۍ ۱۶) د افغانستان د کډوالو د څلویښت کاله کوربه توب په ناسته کې د ګډون په موخه اسلام آباد ته سفر وکړ.
تمه ده دا ناسته د ۳۳ نړیوالو سازمانونو په ګډون په اسلام آباد کې جوړه شي.