د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دې تعزیراتو کې مالي بندیزونه، د سفر ممنوعیت، وسله ییز بندیزونه او ورته نور شامل دي او د طالبانو ډلې د سیاسي مرستیال ملا برادر نوم هم په کې شامل دی.
د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته نږدې کیدو سره، د پاکستان حکومت د طالبانو او حقاني شبکې په لسګونو غړو بندیزونه لګولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه صادره کړې او ویلي چې وضع شويو بندیزونو کې، د دې کسانو د شتمنو کنګل کیدل، د سفر ممنوعیت، وسله ییز بندیز او ورته نور شامل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي؛ په پاکستان کې دا بندیزونه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې، اجرا کیږي او مونږ هیله من یوو چې نور هیوادونه هم له دې پیروي وکړي.
په دې نوملړ کې د طالبانو ډلې د سولې د مرکچي پلاوي لوړپوړي غړي او د دې ډلې د سیاسي مرستیال ملا غني برادر نور هم شامل دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
خو د دې ډلې سیاسي دفتر د دې پریکړې په غبرګون کې، یو شمیر بهرنیو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان دا ګام، د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي.
په پاکستان کې ورځپاڼه لیکونکی طاهر خان په دې اړه وایي: په قطر کې د طالبانو سیاسي پلاوی د پاکستان دا کار د سولې د بهیر پر وړاندې خنډ بولي. ځکه د طالبانو سیاسي پلاوی د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په درشل کې دی او دا کسان د سولې د خبرو لپاره نورو هیوادونو ته د سفر اړتیا لري.
لیدل کیږي چې د هرې ورځې په تیریدو سره، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه په ډیریدو دي او دې چارې، په هیواد کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره هیلې په نهیلیو اړولي.
له دې سره، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند یو ځل بیا طالبان په دولتي پوځیانو د بریدونو په ډیرولو تورن کړي او د امنیتي ځواکونو او هیوادوالو موخه ګرځول یې ویروونکی جنایت بللی چې د نړیوالې ټولنې له لورې باید وغندل شي.
صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان، خلک د سولې پر وړاندې بې باوره کوي.