1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پاکستان هڅه کوی د افغانستان سوله په خپله ولکه کې ولري

hamid-karzai
22 Aug 2019

د هیواد مخکینی ولسمشر حامدکرزی هیښتیا ورکوي چې اسلام آباد هڅه کوي د کشمیر د سکالې له لارې د افغانستان دسولې بهیر په خپله ولکه کې ولري.

ښاغلی کرزي له هند ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:له کشمیر سره د افغانستان دسولې د بهیر اړه ورکولو لپاره د پاکستان هڅه د دی ښکارندویې کوي چې دا هیواد لاهم افغانستان د خپلې تګلارې لپاره ژور ځای بولي چې دا بیا د افغانستان په زیان ده،د کشمیر پیښو او د افغانستان د سولې د بهیر ترمنځ هیڅ اړیکې نه وینو او هیله مند یو پاکستان هڅه ونه کړی د افغانستان دسولې بهیر له هغو موخو سره چې په کشمیر کې یې لري په ولکه کې ونیسی.

کرزي همدا شان د پاکستان هغه ګواښ هم رد کړی دی چې ویلي دي په کشمیر کې د هند اقدام به د افغانستان دسولې لپاره به ناوړه پایلې ولري.

له بلې خوا،د افغانستان مخکیني ولسمشر د سولې په بهیر کې د پاکستان او هند ترمنځ هر ډول معاملې په اړه هیښتیا ورکوي او وویل:د افغانستان خلک د پاکستان او امریکا ترمنځ معاملو له پایلو ډیر رنځ وړی دی،اوس هم له اوسني معاملې اندیښمن یو او په دې اړه ډار لرو،دا مو په ډاګه ښاغلي خلیل زاد ته ویلي دي چې مونږ په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوو خو په افغانستان کې  دسولې او پاکستان او امریکا ترمنځ معاملې ترمنځ ښکاره توپیر شتون لري.هند چې له ورته پایلو رنځ وړی دی باید ډیر اندیښمن اوسي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي