| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
پتریوس: د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ له افغانستان څخه وتل به د کورنۍ جګړې لامل وګرځي
13 Feb 2021
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخوانی قومندان وایي چې طالبان لا هم له القاعدې شبکې سره اړیکه لري او دې ډلې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره هیڅ هوډ ندی ښودلی؛ طالبانو د حضور د دوام له پایلو هیښتیا ورکړه.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مخکیني قومندان، جنرال ډیویډ پټریوس د امریکا د تګلاریزو مطالعاتو د مرکز په مجازي ناسته کې، په افغانستان کې حضور پایته رسیدل ناورین لرونکی بللی او د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیښيدو اړوند یې اندیښنه ښودلې.
هغه وویل: “د اپریل میاشتې ترپایه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل بالقوه ګواښ پيښوي. هغه څه چې مونږ به یې شاهدان یو، طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، زما په نظر دا کار به د کورنۍ جګړې لامل وګرځي. اوس ډیر اندیښمن یو چې نه یوازې د اپریل میاشتې ترپایه له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو برنامه لرو چې زما په نظر یو بالقوه ناورین به وي.
دا مخکینی امریکایي پوځي، طالبان له القاعدې شبکې سره د اړیکو د شلولو او د تاوتریخوالي د کمیدو اړوند د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورنوي او وایي چې د دې هوکړه لیک د پایلو اړوند خوښبینه ندی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مخکیني قومندان پر دوام وویل: “روښانه ده چې طالبان نه یوازې له القاعدې شبکې سره د اړیکو د شلولو لپاره هوډ ندی ښودلی، بلکې دې ډلې همداراز د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره چې له امریکا سره یې په هوکړه کې پرې ژمنه کړې، تکل ندی ښودلی. زه د خبرو له لارې د تلپاتې سیاسي هوکړه لپاره هیڅ لرلید نه وینم.”

په افغانستان کې د امریکا مخکیني سفیر، رایان کراکر هم په دې ناسته کې، له افغانستان څخه په بیړې وتل د امریکا ملي ګټو پرخلاف بللی.
په کابل کې د واشنګټن دې مخکیني ډیپلوماټ ټینګار کړی چې خبرې به د سولې نه، بلکې د تسلیمۍ لامل وګرځي.
هغه زیاته کړه: “دا د سولې خبرې ندي، د تسلیمیدو لپاره خبرې دي. د افغانستان د حکومت د حضور پرته د خبرو ترسره کولو سره له دې ډیر چې طالبان وتوانیږي، مونږ د افغانستان مشروعیت سلب کړی دی. اوس دا د بایډن ادارې بورې اړه لري او باید د ستونزو د نړۍ څیړلو سره، پریکړه وکړي.”
د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، د روان کال د اپریل میاشتې ترپایه باید په فغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور صفر ته ټیټ شي. خو د امریکا نوې ادارې تل د دې سند او به افغانستان کې له دې مودې وروسته د ځواکونو د باتې کیدو د اټکل خبر ورکړی دی.
له دې ټولو سره، په دې وروستیو کې طالبانو هم په یوې اعلانپاڼه کې د دې ډلې له لورې د دوحې د هوکړه لیک نقض رد کړی او له امریکا یې غوښتي چې به دې سند کې په خپلو ژمنو ولاړه اوسي.
