| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د زرغون بهیر پر دفتر برید:مرګ ژوبله ډیره شوې ده
29 Jul 2019
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د زرغون خوځښت دمشرامرالله صالح د دفترپروړاندې د پرون مازدیګر(یونۍ د زمري ۶مه) ځانمرګې برید مرګ ژوبله شلو وژل شویو او پنځوسو ټپیانو ته رسیدلې ده.
تیرمازدیګرشاوخوا څلورنیمې بجې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د زرغون بهیر پرمرکزي دفتر وسله والو مخالفینو موټربم برید ترسره کړ او وروسته له هغه یې وسله واله نښته پیل کړه.
د برید پرمهال ښاغلی امرالله صالح په خپل دفتر کې وو خو افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې ښاغلی صالح له دی پیښې روغ ژوند ژغوړلی دی.
هغه انځورونه چې آرزو ته رسېدلي دا ښآیی چې ښاغلی صالح پرمټ ټپي شوی دی.

دا برید پرون مازدیګرد موټربم په چاودنې سره پیل شو او د څو ګړیو له پاره یې دوام وموند، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي د افغان امنیتي ځواکونو په وسیلې برید د ټولو یرغل کونکو له پښو غورځیدو سره پای ته ورسید.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحيمي په وینا امنیتي ځواکونو ۱۵۰ تنه کسان له دې ډله ییز بریده ژغوړلي دي.
ددی برید پړه تردمګړۍ چا پرغاړه نده اخیسته ده.
آرزو خبرې سایټ – وحیده لوراند