د چین،روسیې،امریکا او پاکستان څلور اړخیزه ناسته د جمعې په ورځ (جولای په ۱۲مه)په بجینګ کې ترسره شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وویل چې امریکا،روسیه او چین په دې آند دي چې پاکستان کولای شي د افغانستان دسولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.
په دې اعلامیه کې همدا شان راغلي دي چې د څلورو هیوادونو استازي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو د پیل غوښتونکي شول.
له بلې خوا زلمي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دا څلور هیوادونه د افغانانو تر منځ خبرو اترو پیل او د تاوتریخوالی د کچې کمښت لپاره د اوربند د ټينګښت پر سر هوکړې ته رسیدلي دي.
په دې ناسته کې زلمي خلیل زاد او د روسیې،چین او پاکستان استازو ګډون کړی وو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي