1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پر امنیتي او اقتصادي حالت د سیاسي ناندرو د دوام اغیز

غنی-عبدالله-768x535
15 May 2020

یو شمیر سیاسي شنونکي هیښتیا ورکوي چې د ارګ او سپیدار ترمنځ روان سیاسي کړکیچ، په هیواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزې دوه برابره کړې دي.

 

که څه هم ورځ تر بلې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه په لوړیدو ده او له بلې خوا د کوویډ-۱۹ له کبله ګواښ، هیواد له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان کړی، خو د ټاکنو له کبله رامنځته شوې ناندرې لا هم هوارې شوې ندي.

یو شمیر هیوادوال د اوسنیو ناندرو پر دوام نیوکه کوي او په بیلابیلو برخو کې د ستونزو د ډيریدو جرړې، په هیواد کې له سیاسي کړکیچ سره تړلې بولي.

د دوی په باور، سیاسي مشران او ولسمشر له هر مهاله ډیر د واک د ویش او سیاسي امتیاز په سوچ دي.

یوې سیاسي هوکړې ته د نه رسیدو لپاره پر ارګ او سپیدار نیوکې په داسې حال کې ډیرې شوي چې مخکې له دې دواړو لوریو د خپلو خبرو د پرمختګونو خبر ورکړی دی.

له دې سره، یو شمیر شنونکي هیښتیا ورکوي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو دوام، د افغانستان ستونزې دوه برابره کړې دي.

د پوځي چارو شنونکی، اسدالله ندیم، د روانو سیاسي ناندرو په دوام نیوکه کوي او وایي چې دې چارې د ناکراریو او ترهګریزو بریدونو کچه دوه برابره کړې ده. هغه هیښتیا وکرړه چې یوې سیاسي هوکړې ته د نه رسیدو په صورت کې، د ستونزو لمن به لا وغځیږي.

په تیره اوونۍ کې کابل، ننګرهار او پکتیا ولایتونه د ځانمرګو بریدونو او خونړیو چاودنو شاهدان وو؛ هغه بریدونه چې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول.

په وروستیو دوو لسیزو کې دا څلورم ځل دی چې د افغانستان ټاکنې له لانجو او ناندرو سره مخامخيږي، خو د ۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې ناندرې، بېساري وې.

د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي مشر، یوسف رشید په دې اړه آرزو ټلویزیون ته وویل چې په افغانستان کې د ټاکنو وروسته لانجو او د واک ویش، خلک د دې بهیر پر وړاندې بې باوره کړي او په افغانستان کې یې ولسواکي ناکامه کړې ده.