1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پر کنړ د پاکستاني پوځیانو توغندیز برید، پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

E7A96773-2C81-4C9D-AD84-0C084B645F4A_w1023_r1_s
20 Oct 2020

پاکستاني پوځيانو تیره ورځ د کنړ پر یوشمیر برخو توغندي توغولي دي.

د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي چې پاکستاني پوځیانو په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دې ولایت مرورې ولسوالۍ پر یوشمیر برخو ۱۶ توغندي توغولي دي.

ښاغلي مصمم زیاتوي چې د دې توغندیو د توغولو په پایله کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوې ښځې په ګډون څلور نور ټپیان دي.

مخکې له دې هم د کنړ پر یوشمیر برخو د پاکستاني پوځیانو له لوري توغندیو توغولو له کبله افغان حکومت نیوکه کړې وه.