| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
پر یوې اونۍ عمومي اوربند د طالبانو هوکړه
28 Dec 2019
طالبانو ته یوه نږدی سرچینه وایې،دا اوربند د یوې اونۍ لپاره دی او اجرایې کیدل یې هم له امریکایانو سره د هوکړه لیک لاسلیک پر مخ آړ دی.
د طالبانو د ډلې یو درې کسیز پلاوی چې د قطر له سیاسي دفتر څخه د پاکستان یو شمیر ښارونو ته د خپلو مشرانو سره د عمومي اوربند پر سر خبرو اترو لپاره تللی وو،له څو ورځنیو بحثونو او خبرو اترو وروسته د یوې اونۍ اوربند اعلان پر سر هوکړه کړې ده.
د طالبانو د واکمنې پر مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواري په دې اړه آرزو ته وویل چې د طالبانو استازي اوس مهال په قطر کې له امریکایې ډيپلوماټانو سره د هوکړه لیک د لاسلیک مهال،ځای او همدا شان دا چې په دې مراسمو کې چا ته بلنه ورکړل شي بحثونه کوي.
ښاغلی شینواري وویل:پر یوې اونۍ اوربند هوکړه شوې ده،خو مخ آړ بیا دا دی چې لومړی باید د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او وروسته بیا عمومي اوربند اعلان شي.

حکومت وایې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک له لاسلیک وروسته او د اوربند پر مهال،د افغانانو تر منځ خبرو اترو پیل لپاره چمتوالی هم چټک شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري وویل له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو اترو په وروستي کیدو سره به حکومت هم له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره مرکچي پلاوی وپیژني.
په همدې حال کې یو شمیر سیاسي بهیرونه د هغه پلاوي له جوړښت څخه نیوکه کړې ده چې د ارګ له لوري جوړ شوی دی.
د ملي غورځنګ ګوند مرستیال عبدالله قرلق په دې اړه وویل له دوی سره د مرکچي پلاوي د جوړښت پر سر سلا مشوره نه ده شوې.
د یوشمیر سیاسي ګوندونو استازي همدا شان وایې،دوی په پام کې لري چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې د ګډون لپاره له خپل آدرسه یو پلاوی جوړ کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
