د امریکا د دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې لیکلي دي چې دا هیواد به آن د سولې له هوکړې وروسته هم په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په تیره بیا داعش،القاعدې او یو شمیر طالبانو له ګواښونو سره د مقابلې په موخه په دې هیواد کې پیاوړی حضور ولري.
د دې راپور په بله برخه کې ویل شوي دي د ترهګرۍ دوامداره ګواښونو له کبله دې ته اړتیا ده ترڅو نړیواله ټولنه او د افغانستان امنیتی او دفاعیې ځواکونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپله وړتیا وساتي.
دا راپور په داسی حال کې خپریږي چې طالبانو د سولې په هوکړه کې په څلورو مواردو چې یو یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي ټینګار لري.
دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د پوځ لوی درستیزوالۍ ته نوماند مارک میلي د امریکا د سنا وسله والو ځواکونو په کمېټه کې له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د وتلو اړوند هیښتیا ورکړې وه.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي