1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پنټاګون:طالبان لاهم د افغانستان د حکومت او امریکا پر وړاندې ستر ګواښ دي

157818524794540600
25 Jan 2020

پنټاګون د دې هیواد کانګرس ته د افغانستان په اړه خپل نوی راپور کې د دې مطلب په څرګندولو سره لیکلي دي چې امریکا د جګړې د ډګر شرایطو ته په کتو یوې تګلارې  په لټه ده له همدې کبله یې د طالبانو پر قوماندانانو پوځي فشارونه زیات کړي دي.

 

د امریکا کانګرس ته د افغانستان امنیتي حالت په اړه د پنټاګون شپږ میاشتنی راپور!

په دې راپور کې راغلي دي چې لاهم دجګړه مارو ډلو پراخ فعالیت د افغانستان،امریکا او ایتلاف ځواکونو پر وړاندې له ستر کړکیچونه دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې طالبان د افغانستان د حکومت او امریکا پر وړاندې ستر ګواښ دی له همدې کبله د سولې خبرو اترو حاضریدو لپاره پر دې ډلې د امریکا فشارونه زیات شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت شپږ میاشتني راپور کې راغلي دي:امریکا همدا شان د جګړې ډګر شرایطو ته په کتو د یوې تګلارې په لټه ده او د طالبانو پر قوماندانانو پوځي فشار زیاتیدو تمرکز لري.دې سکالې د طالبانو مشران اړ کړي دي ترڅو له امریکا سره خبرو اترو ته راودانګي.د امریکا تګلاره همدا شان یوې ټولیزې او تلپاتې سیاسي هوکړې ته د لاس رسي لپاره د سولې خبرو اترو میز ته د افغان حکومت او طالبانو په راکاږلو تمرکز لري.

په دې راپورکې پنټاګون په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې ګواښ په اړه ګوتڅنډنه کړې ده او د دې ډلې ماتولو لپاره د سیمې د هڅو غوښتنه کړې ده:د داعش خراسان څانګه چې په مرکزي او سویلي آسیا کې یې عملیات محدود شوي دي،لاهم د بریدونو ترسره کیدو لپاره وړتیا لري او د امریکا او افغان دفاعي ځواکونو او طالبانو فشارونو سره سره،هڅه کوي ترڅو د افغانستان په شمال کې زیاته سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي.امریکا هڅه کوي ترڅو له افغانستان،پاکستان او د سیمې له نورو ملګرو هیوادونو سره په استخباراتي همکارۍ سره له دې ډلې سره مبارزه وکړي او ماته ورکړي.

پنټاګون په دې راپور کې د ترهګریزو بریدونو او ولسی کسانو مرګ ژوبلې ته هم ګوتڅنډنه کوي.

د ۲۰۱۹ زیږیدیز کال د جون له لومړۍ څخه د اکټوبر تر ۲۱مې د جګړه مارو له لوري ټول بریدونه ۶۱۲۲ او د جون څخه د اکټوبر تر ۳۱ مې د ولسي کسانو مرګ ژوبله هم ۵۴۳۶ کسان ویل شوي دي.

له دې ټولو سره د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې امنیتي ځواکونه له زیاتو وړتیاو برخمن دي او متحده ایالاتونه له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاریو لپاره همدا شان ژمن پاتې کیږي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي