1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پنټاګون: تراوسه له ۱۶ تر ۲۶ سلنه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه بهر شوي

reu_us_troops_afghan-1536x1024
26 May 2021

د امریکا د دفاع وزارت که څه هم له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د بهیر په چټکیدو ټینګار کړی، خو اعلان یې کړی چې وتل له سیمې د مخ اړولو معنی نلري؛ طالبانو غبرګون وښود.

 

د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له پیل شاوخوا څلور اونۍ وروسته، پنتاګون ګزارش ورکړ چې تراوسه د دې ځواکونو ۱۶ تر ۲۵ سلنه له افغانستان څخه وتلي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ وایي تراوسه شاوخوا لس زره پوځي تجهیزات او همداشان پنځه پوځي اډې د افغانستان دولت ته سپارل شوي ډي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جان کربي په یوې خبري ناسته کې وویل چې بهر کیدل د سیمې څخه د مخ اړولو په معنی ندي؛ بلکې واشنګټن به په مینځني ختیځ کې خپل پراخ حضور وساتي.

هغه زیاته کړه: “موږ خپل ځواکونه وباسو؛ خو دا پدې معنی نده چې موږ له سیمې څخه مخ اړوو. حقیقت دا دی چې متحده ایالات به په منځني ختیځ کې خپل پراخ حضور او د مرکزي قوماندې سیمه ولري.”

په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو جوړښت او د پوځي شتون مطرح کول د طالبانو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

دې ډلې اعلان کړی چې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتون د جګړې د دوام او د ناورین د رامنځته کیدو لامل دی او د سیمې هیوادونه باید د داشان کار اجازه ورنکړي.

طالبانو همداراز هیښتیا ورکړې: “که داشان ګام اوچت شي، د هر ډول پایلې او ستونزې پازه یې د هغه چا پر غاړه ده چې داشان تیروتنه کوي.”

په دې وروستیو کې بیا اسلام اباد په پاکستان کې د امریکا د پوځي اډو او ځواکونو شتون اړوند خبرونه بې بنسټه بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د دې هیواد پارلمان ته په یوې وینا کې، زیاته کړه: “د عمران خان په شتون کې به په پاکستان کې د امریکا هیڅ یوه اډه شون ونلري. د پاکستان حکومت په دوامداره توګه ویلي چې دوی د بې پیلوټه الوتکو کارولو ته اجازه نده ورکړی او د دې جګړه ییزو الوتکو فعالیت ته لیوالتیا هم نلري. دا د اوسني حکومت روښانه پالیسي ده.”

مخکې له دې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم اعلان کړی چې تاجیکستان او اوزبیکستان د افغانستان سره هم پوله هیوادونو دي او په خپلو خاورو کې به د امریکایي ځواکونو د میشتیدو اجازه ورنکړي.

له دې ټولو سره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل څخه ۲۶ ورځې تیریږي؛ هغه بهیر چې د ناټو ځواکونه به هم له امریکا سره په همغږۍ له افغانستان څخه به ووځي.

که څه هم دا بهیر چې په افغانستان او امریکا کې د ډیریو لپاره ګواښ شمیرل کیږي، خو د افغانستان دولت دا یو ښه فرست بللی دی.