د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه ډیر شوي او یو شمیر دا بریدونه د القاعدې شبکې پورې تړلو غړیو په همکارۍ شوي دي.
پنټاګون تیره ورځ (درې نۍ، زمري۲۸)، په یوه نوي ګزارش کې چې د امریکا کانګرس ته استولی دی، ویلي چې د ۲۰۲۰ کال د اپریل له لومړۍ نیټې د سږکال تر جون ۳۰مې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه په لوړه کچه کې دوام درلود او یو شمیر دا بریدونه د القاعدې د هند برصغیر د تړلو غړیو په همکارۍ شوې دي.
په دې ګزارش کې، د امریکا د دفاع وزارت، طالبان د دوحې د هوکړه لیک پر وړاندې په ژمن ماتونې تورن کړي او ویلي چې طالبان لا هم د القاعدې شبکې ترڅنګ، عملیات ترسره کوي.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، طالبان باید له نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي او پر وړاندې، امریکا په افغانستان د خپلو ځواکونو شمیر راټیټوي.
اوس مهال، امریکا په افغانستان کې ۸۶۰۰ ځواکونه لري او د ټرامپ ادارې همداراز ویلي چې د سږکال تر نومبر میاشتې، دا شمیر به څلورو یا پنځه زرو ته راټیټ کړي.
په دې ګزارش کې راغلي چې طالبانو د دوحې د هوکړه لیک وروسته، د امریکایي او ایتلاف ځواکونو پر وړاندې هیڅ برید ندی ترسره کړی، خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دې ډلې د تاوتریخوالي کچه د ۲۰۲۰ کال د لومړیو درییو میاشتو په پرتله، ډیره شوې ده.
پنټاګون همداراز ویلي چې د اختر درې ورځیني اوربند سره سره د عادي ورځو په پرتله د تاوتریخوالي کچه، په مې میاشت کې لوړه وه او د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي ډیریدل، د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخوي.
طالبانو تراوسه د دې ګزارش اړوند څه ندي ویلي.