1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پنټاګون په افغانستان کې د امریکا د جګړه ییز ماموریت د جوړښت بدلون تصویب کړ

merlin_161567304_94f9f483-fa82-4390-989e-34fced4e393b-superJumbo-1536x1025
03 Jul 2021

د دې طرحې پر بنسټ، د سکاټ میلر جګړه ییز واکونه، د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مک کنزي ته سپارل شوي او د افغانستان امنیتي سرتیرو ته د لوژیستیکي، مالي او تخنیکي مرستو بهیر هم د مک کنزي له لورې پرمخ وړل کیږي.

 

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د ماموریت د پایته رسیدو په درشل کې، پنټاګون په افغانستان کې  خپل جګړه ییز ماموریت په جوړښت کې بدلون راوستلی.

د نوې طرحې پر بنسټ، له وتلو سره هم مهاله، ټول جګړه ییز واکونه او د امریکا لوژیستیکي او تخنیکي مرستو بهیر چې مخکې له دې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د لوی قومندان تر مشرۍ لاندې وو، د امریکا د مرکزي ځواک قومندانۍ قومندان جنرال کنت مککنزي ته سپارل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جان کربي په یوې خبري ناسته کې د دې طرحې په تړاو وویل: “جنرال مک کنزي به له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې د هیواد د ساتنې لپاره د ترهګرۍ ضد هر ډول عملیاتو د ترسره کولو واک ولري. هغه همداراز د وتلو بهیر بشپړیدو سره به، د افغانستان امنیتي سرتیرو ته د لوژیستیکي، مالي او تخنیکي مرستو د وړاندې کولو مشري هم  پرغاړه ولری.”

تیره شپه (جمعه، چنګاښ یولسمه)، جوبایډن هم په یوې ناسته کې وویل چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل منطقي دي او ځواکونه به یې په ټاکلې نیټې، له دې هیواد څخه بهر شي.

هغه که څه هم په افغانستان کې د نظام ساتنې ته خوښبینه دی، خو د نظام د بقا په موخه د خلکو د ملاتړ لپاره له کورنۍ هوکړې اندیښنه هم ښيي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: “شل کاله کیږي چې په دې جګړې بوخت یوو. دلته په سپینه ماڼۍ کې مو د افغانستان حکومت له مشرانو سره ولیدل. باور لرم چې هغوی د خپل حکومت د ساتنې وړتیا لري. شونې ده ډیرې خبرې وشي، خو د نظام د بقا په موخه د ټولیز ملاتړ د جلب لپاره کورنۍ هوکړې اړوند اندیښمن یم.”

بایډن د افغان ځواکونو وړتیاوو ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل: “مونږ له دې هیواده بهر پر وړتیا کار کړی دی. خو د افغانستان خلک باید له اوسني هوایي ځواک سره چې په واک کې لري د ماموریت د ترسره کولو وس ولري.”

خو ښاغلي بایډن د افغانستان اړوند د خبریالانو نورو پوښتنو ته ځواب ونه وایه او هغو ته یې په خطاب کې وویل چې د ښو څیزونو په اړه خبرې وکړئ.

دا څرګندونې په داسې حالاتو کې مطرح کیږي چې د طالبانو خوځښتونه ډیر شوي، خو د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر د دې ډلې لاسته د افغانستان سقوط ناشونې بولي.

عبدالله عبدالله له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې هیښتیا ورکوي، په دې اړه چې افغانستان بیا د ترهګرو په امنې ځالې بدل نشي، ډاډ شتون نلري.

هغه یاده کړه: “فکر نه کوم چې کوم ډاډ شتون ولري. طالبانو په خپلو ژمنو عمل ندی کړی، هغوی له القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو سره اړیکې ندي شلولي. له دې ډیرې نښې شتون لري. له دې کبله، دا زمونږ سیمې او له دې هاخوا یو ګواښ دی.”

د جګړې او د طالبانو د بریدونو ډیریدل، د سولې د هڅو بې پایلې پاتې کیدل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بهر کیدو له پایلو اندیښنه، اوس مهال په هیواد کې درې تودې او لانجمنې سکالې دي، هغه څه چې د هرې ورځې په تیریدو سره د افغانستان د حالت پیچلتیا ډیروي.