د افغانستان د فوټبال کریسمس سیالۍ هر کال د آسټرالیا په بیلابیلو ایالتونو کې په دې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو له لوري ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا،سږنی جام د ۲۴ لویو عمر لرونکو لوبډلو،۸ د ځوانانو لوبډلو او څلور هم د نجونو لوبډلو د آسټرالیا له بیلابیلو ایالتونو څخه په ملبورن ښار کې ترسره شو.
د افغانستان د فوټبال د کریسمس د جام ځانګړی میلمه،د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې مشر انوس دستګیر وو.
په دې لوبو کې د دو نجونو په ګډون څلور لوبغاړي د بیلابیلو سني ردو لپاره د افغانستان د ملي ټیم لپاره غوره شول او یو شمیر نور لوبغاړي هم د ملي ټیم چمتو کونې څانګې ته بلل کیږي.