اور وژونکي چورلکې او ځواکونه په آسټرالیا کې د سترې اورلګیدنې د غلې کیدو په هڅه دي.
راپورونه خپاره شوي چې د دې هیواد ختیځ ساحلونه له تودو څپو سره مخ شوي او سترې اورلګیدنې په کې رامنځته شوې دي.
دا په داسي حال کې ده چې د بیسارې تودوخې او اورلګیدنې له دوام وروسته د آسټرالیا ډیرېو سیمو په تیره بیا په ګڼه ګوڼه لرونکي ایالت نیوسوت ویل کط بیړنی حالت اعلان شوی دی.
له بلې خوا د سیدني ښار سیمه ییزو چارواکو له سیالانیانو غوښتي ترڅو د نوی کال لپاره خپلې خپرونې په امنو ځایونو کې ترسره کړي.
د راپورونو پر بنسټ،دا اورلګیدنې چې له دو میاشتو را په دې خوا دوام لري د ځنګلو ترڅنګ په میلیونونو هکټاره کرنیزې ځمکې او په زر هاوو استوګنیز کورونه له منځه وړې دي.