1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ارزګان او فاریاب کې د ۳۸ وسله والو طالبانو وژل کیدل

17059941_303
22 Aug 2020

ملي دفاع وزارت په ارزګان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو د یرغلیزو بریدونو له شنډیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو تیره ورځ ( جمعه د زمري/ اسد ۳۱) د ارزګان پر چهار چینو ولسوالۍ د طالبانو بریدونو په شا وتنبول او په پایله کې یې د دې ډلې ۲۴ جنګیالي هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي وسله والو طالبانو د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو یرغلیز بریدونه وکړل چې د دې ډلې د ۱۴ جنګیالو له وژل کیدو او ۳ نورو له ټپي کیدو سره بریدونه شنډ شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.