1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ارزګان کې د دو چاودنو له امله د ۱۵ تنو مرګ ژوبله

Oruzgan-1-1536x1087
27 Jan 2021

په ارزګان ولایت کې د دو چاودنو په پایله کې دو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي لومړۍ چاودنه تیر ماښام (د سلواغې۷) د دې ولایت په مرکز کې په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوی او د دویمې چاودنې څرنګوالی تراوسه ندې روښانه.

ښاغلی ساحل زیاتوي جې په دې پيښو کې دو عام وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دریو پولیسو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر پر بنسټ تیر ماښام ناپيژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت په مرکز کې یو قومي مشر په دزو ووژلو.