یو شمیر سیاسیون هیښتیا ورکوي چې د سیاستوالو دا ګام به د نظام د پاشل کیدو لامل وګرځي.
د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، نن (دوه نۍ، د کب ۱۹)، دوو تنو هم مهاله د افغانستان د ټاکل شوي ولسمشر په توګه لوړې وکړې.
محمد اشرف غني چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې ګټونکی اعلان شوی او عبدالله عبدالله چې ځان د ټاکنو ګټونکی بولي، په جلا جلا توګه یې د لوړې مراسم پرځای کړل.
خو د دې مراسمو ترسره کیدو، جدي غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند، احمد ولي مسعود آرزو ته وویل چې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو دا کړنه به، د جګړې د رامنځته کیدو او د سولې د خبرو اترو بهیر د اغیزمنیدو لامل وګرځي.
ښاغلي مسعود همداراز د ملي یووالي د حکومت مشران او نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا، رامنځته شوي کړکیچ ته د افغانستان په رسولو تورنوي.
له بلې خوا، د ملي امنیت مخکیني مشر رحمت الله نبیل په یوه ټویيټ کې لیکلي چې د لوړو د دوو مراسمو ترسره کیدل، د لسیزو لپاره د جمهوریت خښیدل دي.
هغه ویلي دي: د لوړې مراسم، چا ته مشروعیت او ځواک نه ورکوي! نن د لسیزو لپاره د “جمهوریت” خښیدل، حتمي او قطعي شول. د افغانستان رنځیدلې ولس به یو ځل بیا د خپلو خودخواهه او برلاسي غوښتونکو واکمنانو د سیاستونو قرباني شي.
له دې ټولو سره، په ارګ او سپیدار کې د لوړو په نننیو مراسمو کې، د حامد کرزي، عبدرب رسول سیاف او محمد یونس قانوني په ګډون یو شمیر سیاستوالو ګډون ونکړ.