| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په ارګ کې د سیاستوالو ناسته؛ سیاسیونو د ترکیې ناسته کې د ګډون لپاره سلاوې وکړې
11 Mar 2021
تیر ماښام (څلورنۍ، کب شلمه)، ولسمشرۍ ماڼۍ د مطرحو سیاسي او جهادي څهرو د ناستې کوربه وه.
دا ناسته ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک څو ورځې وروسته ترسره شوه؛ هغه لیک چې د امریکا د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر، د اسلامي جمهوریت په لیکه کې یووالی او ټول ګډونوالی، د ستونزې لارې لپاره اړین بللی وو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال وایي چې په دې ناسته کې د امنیتي حالت د ښه کیدو، د ملي ټلوالې د پياوړتیا او د مشورتي ناستو پر دوام ټینګار شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ همداراز وویل چې سیاستوالو په دې ناسته کې د افغانستان دولت د سولې له مرکچي پلاوي په دواملرونکي ملاتړ ټینګار وکړ.

یو شمیر سرچینې بیا ویلي، چې دا ناسته ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د لیک په لړ کې شوې او په هغه کې د محمد یونس قانوني په مشرۍ یوه ډله موظفه شوې چې په ترکیې کې د را روانې ناستې لپاره په یوې جامعې طرحې کار وکړي.
د اسلامي جمعیت د ګوند مشرتابه غړي، عبدالستار مراد په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: ” په پرونۍ ناسته کې، د امریکا پر وړاندیځ خبرې وشوې او دا چې حکومت او سیاستوال ورته څه غبرګون وښایي او د ترکیې په ناسته کې سولې ته د رسیدو لارې چارې وړاندیځ کړي.”
عبدرب رسول سیاف ته هم یو شمیر نږدې څهرې دا ناسته د کورنۍ ټلوالې، سیمه ییزې ټلوالې د اړتیا او سولې ته د رسیدو لپاره د ګډې نړویالې پریکړې په موخه بولي.
د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتو د موسسې مشر، مسعود ترشتوال په دې تړاو وویل: “د سولې د خبرو د بهیر بریالیتوب بحث، کورنۍ، سیمه ییزې ټلوالې او ګډې نړیوالې پریکړې ته اړتیا لري. ټول لاس په لاس ورکړي تر دې چې افغانستان، سیمه او نړۍ له څلویښت کلنې ډیرې شخړې شاهدان ونه اوسي.”
دې ناستې بیا سو ناسوبه غړي هم لرل؛ حامد کرزی، صلاح الدین رباني، کریم خلیلي او رحمت الله نبیل د دې ناستې له ناسوبانو څخه وو، هغه څهرې چې د سولې په مساله کې یې ونډه مهمه بلل کیږي.

له بلې خوا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد لیدنې هم روانې دي او په دې وروستیو کې، خلیلزاد د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي؛ هغه هیواد چې تمه ده د روانې زیږدیزې میاشت تر پایه د افغانستان د سولې په تړاو د ناستې کوربه توب وکړي.
له دې سره هم مهاله، د پاکستاني د پوي استخباراتو مشر بحرین ته په سفر کې د دې هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر اړوند خبرې کړي؛ هغه ځای چې یو شمیر رسنیو ورته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت عمومي مشر ضیا سراج او د هیواد د پوځ د لوی درستیز یاسین ضیا د سفر خبر هم ورکړی دی.
د پوځي چارو شنونکی، اسدالله ندیم په دې تړاو وایي چې یو شمیر هیوادونه نوی د افغانستان د سولې په بهیر کې ونډه لوبوي. د هغه په وینا، اوس مهال د بحرین د پوځ لوی درستیز او د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کې دي او په دې تړاو یې ناعلني او جدي خبرې پیل کړې دي.
له دې ټولو سره، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم تیر ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړې استازې سره د دې ډلې د سیاسي پلاوي د لیدنې خبر ورکړی او ویلي چې په دې لیدنه کې، د دوحې د هوکړه لیک او د سولې د مذاکراتو په تړاو خبرې شوې دي.

