د هیواد د بهرنیو چارو وزارت واکپال د چین،پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په درېم پړاوو خبرو اترو کې ګډون لپاره اسلام آباد ته سفر کړی دی.
د دې وزارت ویاند وایې چې په دې ناسته کې د درېو هیوادونو پر سیاسی اړیکو،د سولې پر بهیر،امنیتي او پراختیایې همکاریو،او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالی بحث وشي.
صغبتالله احمدی ټينګار کوي چې د خبرو اترو په دې پړاوو کې د درېو هیوادونو ترمنځ عملی ګامونو پورته کیدو لپاره هیلې شتون لري او له بلې خوا چین کولای شي د افغانتسان او پاکستان تر منځ اعتماد جوړونې په برخه کې ستر رول لوبوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي