د هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر لور د برمته کیدو په اړه په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د افغانستان حکومت له پاکستان حکومت څخه غواړي چې د نړیوالو تړونونو او میثاقونو سره سم د افغانستان سفارت او قونسلګریو، ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو غړو د امنیت خوندیتوب لپاره اړین فوري اقدامات ترسره کړي.
له بلیخوا د پاکستاني رسنیو د ګزارشونو پر بنسټ د دې هیواد لومړي وزیر عمران خان د کورنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د دې پيښې مجرمین ژرترژره ونیسي او په خپله سزا يې ورسوي.
میرمن سلسله علي خیل په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، نجیب الله عليخیل لور، د تیرې جمعې (د چنګاښ پنځه ویشتمه)، کور ته د تلو پرمهال د څو کړیو لپاره برمته او له ربړولو وروسته خوشې شوې ده.