طالبانو ته نږدي سرچینې وایې چې له بهرنیو ځواکونو سره پر لس ورځیني اوربند په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره د طالبانو خبرې اترې روانې دي،خو په دې اوربند کې بیا افغان امنیتي ځواکونه شامل نه دي.
د اوربند د څرنګوالي پر سر اختلافونه د طالبانو او امریکایانو تر منځ له لانجمنو سکالو څخه دي.
دوه ورځې کیږي چې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی د اوربند څرنګوالي پر سر له خپلو مشرانو سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته تللی دی.
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلالالدین شینواری آرزو ته وویل چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک په لاسلیک سره،اټکل کیږي د دې ډلې او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ترمنځ اوربند هم اعلان شي.
هغه ټینګار وکړ چې د دواړو لوریو ترمنځ اوربند به لنډمهاله وي او په دې اوربند کې افغان امنیتي ځواکونه شامل نه دي.
له بلې خوا د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر خلیل صافي وویل چې امریکا د ښکاره او عمومي اوربند غوښتونکې ده،خو طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره اوربند نه مني.
د هغه په وینا د اوربند پر سر د دواړو لوریو ترمنځ د آند توپیر د دې لامل شوی ترڅو د خبرو اترو بهیر له کړکیچ سره مخ کړي.
وړاندې له دې د طالبانو له لوري اوربند اړوند راپورونه خپاره شوي وو،خو طالبانو ته نږدی سرچینې لاهم دا سکاله وروستې نه بولي.
په ظاهره توګه د امریکا ټینګار پر اوربند او د افغانستان له دولت سره د طالبانو مخامخ خبرو اترو پر پیل ده.هغه څه چې د اوسنیو خبرو اترو په دو لانجمنو سکالو اوښتي.تیره ورځ (یوه نۍ)د افغانستان دولت یو ځل بیا اعلان وکړ چې سولې ته د رسیدو یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل او له کابل سره د دې ډلې مخامخ خبرې اترې دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي