1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې تلپاتې اوربند ته باید لومړیتوب ورکړل شي

نشست-سه-جانبه
16 Jun 2020

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې امریکا او روسیې د بندیانو د خوشې کیدو په بهیر کې د پرمختګونو هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د حکومت اړوند بندیان خوشې کړي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره لار هواره شي.

 

 تیر ماښام (دوه نۍ، غبرګولي۲۶/جون۱۵)، کابل، مسکو او واشنګټن د افغانستان د سولې د بهیر اړوند پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت واکپال محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې آنلاین ناسته کې حضور درلود.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هیواد د دې ناستې په اړه وویل چې امریکا و روسیې د بندیانو د خوشې کیدو اړوند د حکومت د ګامونو هرکلی او د طالبانو له لورې یې د حکومت د بندیانو په خوشې کیدو ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت، د افغانانو ترمنځ په خبرو کې تلپاتې اوربند ته لومړیتوب ورکول، د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې ټلوالې په پیاوړتیا ټینګار او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پرمختګ په موخه د درې اړخیزو ناستو دوام هغه څه دي چې په دې ناسته کې پرې ټینګار شوی دی.

سیاسي شنونکی، نصرت حقپال په دې باور دی چې په سیمه کې د پیاوړې سیاسي ټلوالې رامنځته کیدل کولای شي د افغانستان د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره ښه لامل وګرځي.

د یو شمیر شنونکو په باور، امریکا بریالۍ شوې چې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک له پلوه د سیمې د هیوادونو اندیښنې پایته ورسوي او دا چاره کولای شي سولې ته د افغانستان د لاسرسي لپاره د سیمه ییزې ټلوالې په برخه کې مرسته وکړي.

خو په همدې حال کې ناټو د افغانستان حالت د اندیښنې وړ بولي.

د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ نن (درې نۍ، غبرګولي ۲۷/جون۱۶)، په یوې خبري ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي کمولو او له القاعدې سره د اړیکو شلولو سره، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کې حالت نازک دی، طالبان باید له تاوتریخوالي لاس په سر او له القاعدې او حقاني شبکې په ګډون له ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره شرایط برابر شي. مونږ د ناټو له ملګریو غواړو چې ګام په ګام مونږ سره د افغانستان د سولې د بهیر د بریالیتوب په برخه کې همکاري وکړي.

که څه هم د هیواد په ځينو برخو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ د خونړیو نښتو ګزارشونه شتون لري؛ خو د کوچني اختر وروسته، په هیواد کې د جګړو کچه راټيټه شوې ده.