| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې جګړه؛ هر کال په ۷ ولایتونو کې د جګړو له کبله په روغتیايي مرکزونو کې دوه زره معلولین ثبتیږي
10 Jun 2021
د سره صلیب کمیټې پازوال وایي چې پوځیان هم په معلولیت لرونکو کسانو کې شامل دي، خو ډیرۍ کسان ملکي وګړي او نارینه دي.
معلولیت لرونکي کسان چې ډیریو یې د ولادي سوءشکلۍ، پولیو او نورو ناروغیو له کبله خپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکړي، خو جګړې هم د دې کسانو شمیر شل سلنه ډير کړی دی.
د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز مشر، نجم الدین هلال آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا کمیټه هر کال تر دیارلس زره نوي معلولین ثبتوي.
د هغه په وینا، تر یوولس زره دا معلولین ناجګړه ییز دي او پاتې کسان له جګړې سره مخامخه اړیکه لری.
په افغانستان کې جګړو، له پوځیانو تر ملکي وګړو او له ماشومان تر زوړ او ځوان څخه، د بدن یو غړی اخیستی دی.
محمدطاهر په هیواد کې د ماین چاودنو له قربانیانو څخه دی. هغه که څه هم کلونه کلونه د پوځیانو ترڅنګ د ماین د شنډولو په ټولۍ کې کار کاوه، خو د ماین چاودنې ښکار وګرځید او یوه پښه یې له لاسه ورکړه.

دې سره چې د بدن د یوه غړي له لاسه ورکول د انسان په روح او روان بده اغیزه لري؛ خو دلته د سره صلیب کمیټې په مرکز کې ټول معلوله کسانو چې خپل د بدن غړي یې د نښتو له امله له لاسه ورکړي، د شوونتیاو په برابرولو بوخت دي، چې دا کار د دې لامل ګرځي ترڅو د ناروغ پر سر د روحي فشارونو کچه ټيټه شي.
فهیم اسلمي، د سره صلیب د اورتوپيدي مرکز غړی دی. دی وایي: زمونږ په منځ کې داسې همکاران شته چې دواړه پښې یې پرې شوې دي، لاس یې پرې شوی دی. مونږ دا ستونزې له پخوا لرلي او خپل ژوند ته مو دوام ورکړ. مونږ نورو ته روحیه ورکوو.
له دې سره، د سره صلیب کمیټې د شمیرنو پر بنسټ، یوازې د روان زیږدیځ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، پنځه زره او څلویښت معلولین د دوی په مرکزونو کې ثبت شوي چې شل سلنه یې د جګړو له کبله معلولیتونه دي.
