1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې جګړه ییز جنایت؛ آسترالیایي ځواکونو د مستۍ له مخې وژنې کولې

Australtian-Army-1536x820
16 Nov 2020

یوه پټه څیړنه ښيي چې اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال، جګړه ییز جنایتونه ترسره کړي دي.

 

د دې ګزارش څیړونکی، سمانتا کرومپویتس چې د اسټرالیایي ځواکونو په منځ کې یې د فرهنګي فعالیتونو د څیړونکې په توګه حضور درلود، د څلورو کلونو څیړنې وروسته یې تیره شپه وویل چې دا څیړنه د آسترالیا د پوځ د لوی درستیز په سپارښتنه شوې ده.

هغې په یوې ټلویزیوني خپرونه کې ویلي دي چې پوځيانو د خپلې ذهني سرګرمۍ لپاره بې ګناه کسان وژل او انځورونه یې په دیوالونو نښلول.

میرمن کرومپویتس زیاته کړه: ولسي کسان وژل کیدل، دوی زمونږ د ځواکونو پر وړاندې هیڅ راز ګواښ نه وو. ولسي کسان یې د خپل ذهني ساتیرۍ لپاره وژل.

هغې وویل: هغوی یې درول او پلټل او مرۍ یې ترې غوڅولې. نورو ځواکونو د مړو د خښولو د شویو خرابیو د پاکولو لپاره، هڅه کولنه له نورو کسانو مرسته واخلي. وروسته به یې مړي بوجیو ته اچول او سیند ته به یې غورځول.

ډیلي میل، په یوه کور د برید پر مهال د یوه ماشوم وژنه، د یوه مړ شوي کس د لاس پرې کول او د ځای نشتون له کبله له الوتکې د یوه کس بهر غورځول، هغه جنایتونه دي چې د دې څيړنې پر بنسټ، د یوشمیر اسټرالیايي پوځيانو له لوري ترسره شوي دي.

یوه آسترالیایي پوځي هم په دې ټلویزیوني برنامه کې وویل: له هغه څه چې وشول، له کبله یې شپه او ورځ افسوس کوم. مونږ باید دا کار نه وای کړای، خو له داسې سازمان سره مو کار کاوه، چې په بشپړه توګه یې وحشیانه عمل کوه.

د آسترالیا حکومت هم تیره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دې هیواد د ځواکونو د جګړه ییزو جنایتونو د ادعاوو اړوند ځانګړې څیړنې کوي چې په ادعا شویو جنایتونو کې مسووله ځواکونه له قضایي چلند سره مخامخ کړي.

د آسترالیا لومړي وزیر، سکاټ موریسون وویل چې د دې څیړنو پایلې دولت ته ورکړل شوې دي. د ګزارشونو پر بنسټ؛ دې څیړنه له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کاله د اټکلیزو جنایتونو په نوم د ۵۵ پيښو څیړل په کې شامل دي او ۳۳۶ کسانو په کې شهادت ورکړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر، لعل ګل لعل په دې تړاو وویل: مخکې له دې چې محکمه د دې تورنو کسانو اړوند پریکړه وکړي، باید دا څیړنه بې پرې اوسي او هغو کسانو چې مالي او ځاني تاوان ورکړی دی، قناعت یې ترلاسه شي.

یو شمیر شنونکي په دې باور دي چې اوس مهال هم په هیواد کې د کورنیو او بهرنیو لوریو له لورې جګړه ییز جنایتونه ترسره کیږي.

د پوځي چارو شنونکي، اسدالله ندیم آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا مسئله باید د بې پرې نړیوالو بنسټونو له لورې وڅیړل شي.

د دې څيړنې پایلې په داسې حال کې خپریږي چې مخکې له دې، نړیوالې جنایي محکمې په افغانستان کې د جګړه ییزو جنایت کوونکو اړوند څيړنو پر پیل هوکړه وکړه، خو آمریکا له دې پریکړې سره مخالفت وکړ او د ځواب وینې لپاره یې چمتووالی ونښود.