| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې د آمریکايي سرتیرو د شمیر د ډیریدو اټکل
17 Apr 2021
د آمریکا د دفاع وزارت ویاند تر سپټمبر میاشتې د دې هیواد د ځواکونو خوندي وتلو لپاره په اټکلیزه توګه د ۳۰۰۰ ځواکونو له ډيریدو خبر ورکړ.
د آمریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تیره ورځ (جمعه وري ۲۷مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د دې هیواد د ځواکونو ډيریدل د لنډمهال لپاره او او خوندي وتلو په موخه ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان ته به د ولسمشر د مهال ویش پر بنسټ تر سپټمبر میاشتې له خوندي، حساب شوي او منظم وتلو سره مرستې په موخه د لنډمهال لپاره یوشمیر ځواکونه واستول شي.
کربي وویل: “ که دا منطقي ده، ومنئ چې د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې، ایستل خوندي، منظم او ګټور ترسره شي، د لنډ مهال لپاره لوژستیکي مرستو او انجینیري ملاتړ ته اړتیا ولرئ او د ځواکونو ساتنې لپاره وړتیا ډیره کړئ.”
د آمریکا د دفاع وزارت ویاند بیا د دې ځواکونو د ډيریدو له اټکله څه نه وايي.

له بلې خوا، د افغانستان د دحکومت د مرکچي پلاوي غړې فاطمه ګیلاني له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې، د سولې هوکړې ته له رسیدو مخکې تر سپټمبر میاشتې د آمریکايي ځواکونو ایستلو څخه اندیښنه کړې ده.
هغې په دې ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه: “ زما لویه اندیښنه داده چې اوسنی وضعیت په کورنۍ جګړې واوړي، هغه څه چې مونږ یې نه غواړو، هغه څه چې مونږ غواړو سوله ده. د سولې خبرې اترې دلته په دوحه کې پیل شوې دي او د دې بهیر د پایله ورکولو لپاره باید هر هڅه که هغه ملي وي او که نړیوال وي ترسره شي، مونږ د سپټمبر له ضرب العجل مخکې سوله غواړو او دا ډير څه نه دي.”
د بهرنیو ځواکونو د دوحې هوکړې پربنسټ بهرنیان باید د روانې زیږدیز میاشتې تر پایه له افغانستان څخه ووځي، خو د جوبایډن د ادارې له لوري د اعلان شوي مهال ویش پر بنسټ، سپینه ماڼۍ دسږ کال تر سپټمبر میاشتې خپل ټول ځواکونه بهر شي.
په همدې حال کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دوحې د هوکړه لیک له نقض څخه هیښتیا ورکوي.
هغه په کابل کې په یوې ناسته کې هیښتیا ورکړه، د دوحې د هوکړه لیک نقض په صورت کې چې پر بنسټ یې باید ټول آمریکایان له مې میاشتې افغانستان پریږدي، حالت به لار پیچلی او د تمې خلاف رامنځته شي.
د بایډن ادارې د خپلو ځواکونو په بشپړه توګه وتلو کې ځنډ دوه ورځې مخکې اعلان کړ، خو دې پریکړې بیا بیلابیلو کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول او طالبانو هم ویلي دي چې دا سکاله به د دې ډلې د جګړه مارو لپاره هر ډول اقدام لار پرانیزي چې پایله به یې هم د آمریکایانو پر غاړه وي.
