په افغانستان کې د آمریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ تنو ته راکم شو.
د آمریکا د دفاع وزارت د دې وزارت د واکپال کرستوفرمیلر له قوله لیکلي دي چې دا شمیر ځواکونه چې د آمریکا د پوځي قوماندانانو په واک کې پاتې دي، د دې هیواد د خلکو د امنیت او ګټو ساتلو لپاره بسنه کوي.
د آمریکا د دفاع وزارت همدا راز ټينګار کړی دی چې آمریکایي ځواکونه به د خپل ناټو متحدانو او نورو ملګرو هیوادونو سره،له ترهګرۍ سره مبارزې او افغان امنیتي ځواکونو ته سلا ورکونې،مرستې او روزنې ته دوام ورکړي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امنو ځالو بدل نشي.